ایلان ماسک د امريکا د کورنۍ جګړې له احتماله خبرداری ورکړ

ایلان ماسک، د امريکا ميلياردر او د «ايکس» پليټفارم مالک، خبرداری ورکړی چې د هېواد د کډوالۍ د تګلارو پر سر د سياسي شخړو او مظاهرو د زياتېدو له امله امريکا ښايي د يوې نوې کورنۍ جګړې په لومړنيو پړاوونو کې داخله شوې وي.
هغه دا څرګندونې د «ايکس» په يو پوسټ کې د يوې تبصرې په ځواب کې وکړې، چې پکې ليکل شوي وو د امريکا «دويمې کورنۍ جګړې» د پيل منلو وخت رارسېدلی دی. ماسک د دغې خبرې تاييد وکړ او اوسنی حالت يې د اندېښنې وړ وباله.
د هغه په وينا، ديموکراتانو او سپينې ماڼۍ ترمنځ د مهاجرينو د موضوع پر سر سياسي ناندرۍ، په ځانګړي ډول د سړکونو د مظاهرو پر مهال، د امريکا په سياسي او ټولنيز جوړښت کې د ژور اختلاف نښه ده.
په وروستيو مياشتو کې امريکا د کډوالۍ د تګلارو پر ضد د مظاهرو يوه څپه تجربه کړې چې د حکومت او د هغې د مخالفانو ترمنځ اختلافونه يې نور هم زيات کړي او د دغو تاوتريخجنو شخړو د اوږدمهالو پايلو په اړه اندېښنې راپارولي دي.




