مهم خبرونهنړیوال

د اسلامي همکاری سازمان د بشري حقونو چارواکي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي سره وکتل

هادي بن علي الیامي، چې د اسلامي همکاری سازمان د دايمي او خپلواک بشري حقونو کمېسیون اجرایي رییس دی، له ژیل برتران، د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي سره د افغانستان په چارو کې وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د بشري حقونو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا پر لارو بحث وکړ او د نړیوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه خبرې اترې تر ډېره د نظرونو د تبادلې او د اسلامي همکاری سازمان او اروپايي ټولنې ترمنځ د کاري اړیکو د پیاوړتیا په اړه متمرکزې وې، څو د بشري حقونو د وضعیت په اړه ګډې هڅې همغږي کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button