د محمد محقق تر مشرتابه لاندې د وحدت ګوند لسګونه غړي له دندو استعفا کوي

نږدې پنځوس تنه د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند غړي، چې مشري یې محمد محقق کوي، په ګډه له خپلو تشکیلاتي دندو استعفا کړې ده. دغه کسان د هېواد د لوېدیځ زون په کچه په يوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د دوی د دغه پرېکړې لامل د ګوند د مشرتابه له کړنلارې ناخوښي ده.
په اعلامیه کې راغلي چې د ګوند مشرتابه د لوېدیځ زون له ظرفیتونو او وړتیاوو سره لازمه پاملرنه نه ده کړې، او همدا چاره لامل شوې چې دا غړي ځان د پرېکړو له بهیر څخه څنډې ته احساس کړي. د دوی په وینا، د محلي ظرفیتونو کم ارزښت ورکول او د ګوند دننه تشکیلاتي کمزوري، د دې ډلې د ګډې استعفا اساسي لاملونه دي.
دغه ډله همدارنګه ټینګار کړی چې د افغانستان د اوسني پېچلي وضعیت په درک سره، د ولس اغېزمن او مسئولانه خدمت ته یو بل ډول لید او مشرتابه ته اړتیا ده؛ یو کار چې د دوی په باور، د فعلي مشرتابه تر چوکاټ لاندې ممکن نه دی.
استعفا کوونکو غړو ویلي چې په راتلونکي کې به خپلې سیاسي هلې ځلې د یوه خپلواکه بهیر له لارې تعقیب کړي او په خپلو انساني، اسلامي او عدالت غوښتونکو ارزښتونو به ټینګ پاتې شي. د دې خبر تر خپرېدو پورې، د محمد محقق په مشرتابه د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی.
په تېرو کلونو کې هم د افغانستان یو شمېر ګوندونه او سیاسي بهیرونه د داخلي اختلافونو، بېباورۍ او تشکیلاتي ستونزو له امله ټوټې شوي یا یې د نوو سیاسي جریانونو په بڼه خپل فعالیتونه دوام ورکړی دی.




