په جاپان کې د سخت واورې اورېدو له امله ۳۰ کسان مړه شول

د جاپان چارواکو ویلي، له جنورۍ شلمې راپدېخوا د سختې واورې او دوامدارې یخنۍ له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او د هېواد په ګڼو سیمو کې ورځنی ژوند په جدي ډول ګډوډ شوی دی.
د دې وضعیت له امله د جاپان مرکزي اداره په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول د جاپان د سمندر په اوږدو کې، بیړنی حالت اعلان کړی دی. تر ټولو زیاته زیانمنه سیمه د آئوموري ولایت دی، چې په ځینو لیرې پرتو سیمو کې د ورستې واورې ضخامت تر ۴.۵ مترو رسېدلی دی.
د توکیو حکومت مرسته کوونکي ځواکونه د زیانمنو سیمو، په ځانګړي ډول د آئوموري، د اوسېدونکو د ملاتړ لپاره استولي دي، څو د واورې په پاکولو، بندو شوو لارو ته په رسېدو او له خطر سره مخ کسانو ته د مرستې په چارو کې ګډون وکړي.
د جاپان لومړي وزیر سانای تاکایچي نن سهار په کابینه کې ځانګړې ناسته ترسره کړه او له وزیرانو یې وغوښتل، چې د لا زیاتو تلفاتو د مخنیوي، د ټرافیکي پېښو د کمېدو او د خلکو د خوندیتوب لپاره ټولې شته سرچینې وکاروي.
د جاپان د طبعي پېښو د مدیریت ادارې د معلوماتو له مخې، په تیرو اونیو کې د یخې هوا پیاوړې څپه د دې لامل شوې چې په هېواد کې درنه واوره وورېږي، او په ځینو سیمو کې د واورې اندازه له خپل عادي حد څخه دوه برابره زیاته ثبت شوې ده.




