مهم خبرونهنړیوال

د سیف‌الاسلام قذافي د وژنې راپورونه په لیبیا کې خپاره شول

د رسنیو د راپورونو له مخې، سیف‌الاسلام قذافي، د لیبیا د پخواني ولسمشر معمر قذافي زوی، د الزنتان په سیمه کې د یوه وسلوال برید په پایله کې وژل شوی دی. ویل کېږي دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې نا پېژندل شوو کسانو پرې ډزې کړې.

ځايي سرچینو راپور ورکړی چې دا پېښه د یوه وسلوالې ډلې او د سیف‌الاسلام قذافي د ساتونکو ترمنځ د نښتې وروسته رامنځته شوې، او نوموړی د دغې پېښې پر مهال په کمین کې لوېدلی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې، څلور نا پېژندل شوي کسان په دغه برید کې لاس درلود.

موسی ابراهیم، چې د معمر قذافي د واکمنۍ د ادارې پخوانی ویاند و، د سیف‌الاسلام قذافي وژل تأیید کړي دي. خو تر اوسه دا څرګنده نه ده چې دا ترور د کومې ډلې یا جریان له لوري ترسره شوی.

سیف‌الاسلام قذافي د معمر قذافي دوهم زوی او د لیبیا له پېژندل شوو سیاسي څېرو څخه ګڼل کېده. له ۲۰۱۱ کال د قذافي د رژیم له سقوط وروسته، هغه د دې هېواد په سیاست کې یو جنجالي شخصیت شو، او هغه کړۍ چې د پخواني نظام پلویان بلل کېږي، نوموړی یې د لیبیا د سیاسي راتلونکې او د ثبات د بهیر لپاره یو احتمالي رول‌لرونکی ګاڼه.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button