زاخیلوال: طالبان د افغان سوداګرو د ترانزیت حق د سیاسي اړیکو قرباني کړی

د افغانستان د ماليې پخواني وزیر عمر زاخیلوال، د طالبانو ادارې له خوا له پاکستان سره د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د بندېدو پر پرېکړه انتقاد کړی او وایي چې افغان سوداګر له مهمو سوداګریزو لارو محرومول، د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه او د هېواد اقتصاد ته زیان رسوي.
ښاغلي زاخیلوال د چهارشنبې په ورځ په یوه پیغام کې ویلي چې افغانستان د یوه له وچه محاصره هېواد په توګه، حق لري چې د پاکستان بندرونه او ترانزیټي لارې وکاروي؛ چې دا یو مشروع حق دی او په نړیوالو کنوانسیونونو او دوه اړخیزو تړونونو کې هم پېژندل شوی. نوموړی وایي دا حق باید د طالبانو د ادارې او د پاکستان د دولت ترمنځ د سیاسي کړکېچ قرباني نهشي.
زاخیلوال ټینګار کړی چې د طالبانو اداره باید د افغان سوداګرو له ګټو ملاتړ وکړي، نه دا چې هغوی دې اړ کړي چې د پاکستان له لارو تېر شي؛ هغه دا طرز العمل غیرمسؤلانه او له خپلو وګړو سره د دولت د قانوني ژمنو خلاف بولي.
هغه زیاتوي: «د یوه له وچه محاصره هېواد د ادارې مسؤلیت دا دی چې د دیپلوماتیکو او قانوني لارو له لارې، خپل سوداګرو ته د تجارت او ترانزیت زمینه برابره کړي، نه دا چې د خپل مشروع حق نه په خپله تېر شي.»
په تېرو څو اونیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوې بېساري زیاتې شوې دي. دا کړکېچ له هغه وروسته زیات شو چې د اسلامآباد خبرې ناکامې شوې او د پاکستان په پلازمېنه کې یو خونړی انتحاري برید وشو. له همدې امله، د طالبانو ادارې پرېکړه وکړه چې له پاکستان سره سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې وځنډوي؛ چې دا کار په کور دننه او سیمه کې پراخې اندېښنې راپارولې دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې مهمې سوداګریزې لارې له بندېدو سره به نه یوازې د افغانستان تجارت زیان وویني، بلکې ګڼ شمېر افغان سوداګر او کارګران به هم له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شي. سره له دې، د طالبانو ادارې تر اوسه د دې پرېکړې د زیانونو د جبران لپاره کوم بدیل نه دی وړاندې کړی.




