روغتيامهم خبرونه

پېښان پرته له پولې د کنړ زلزله‌ځپلو بشري وضعیت ته اندېښنه څرگندوي

پېښان پرته له پولې (Médecins Sans Frontières) د يوې نوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کنړ ولایت وروستي زلزله‌ځپلو د سخت بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه نړیوال روغتیایي سازمان وايي چې زرګونه کسان د زلزله له امله اغېزمنو سیمو کې په مؤقتي کمپونو کې ژوند کوي، او د ژمي له راتلو سره د موسمي ناروغیو د خپرېدو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د چهارشنبې په ورځ، د عقرب په ۲۳مه نېټه، په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دې سازمان روغتیایي ټیمونو تر اوسه په نورگل ولسوالۍ کې په دوو کمپونو کې له اووه زره زیاتو کسانو ته درملنیزې اسانتیاوې برابرې کړې دي. د دې سازمان مسئولین وايي چې تقريبا اته زره داخلي بې‌ځايه شوي کسان په دې کمپونو کې ژوند کوي، چې ډېری یې له ژور خپګان او ناهيلۍ سره مخ دي.

ناهید نور، چې د دې سازمان یوه ډاکټره ده، د کمپونو مېشتو خلکو رواني حالت اندېښمن کوونکی بللی او ويلي یې دي: «د زلزله غږ او وراني لا هم د متاثره شویو خلکو په ذهنونو کې تکرارېږي.» دغه سازمان د کنړ وروستۍ زلزله د تېرو لسو کلونو یوه له وژونکې طبیعي پېښو څخه یاده کړې او له زلزله‌ځپلو سره د فوري مادي او رواني ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

پېښان پرته له پولې خبرداری ورکړی چې که د دغو کورنیو وضعیت ته بی‌پامي دوام ومومي، نو په راتلونکو اونیو کې به د تنفسي ستونزو، شري، او ټوخي په څېر ناروغیو د خپرېدو خطر ډېر شي.

سره له دې چې تېرې اونۍ په ختیځ افغانستان کې زلزلې زرګونه کورنۍ بې‌کوره کړي، د طالبانو حکومت تر اوسه دې بشري ناورین ته کوم پراخ او مؤثر غبرګون نه دی ښودلی. د بنسټیز ملاتړ نشتوالی، روغتیایي خدماتو ته محدود لاسرسی، او سختې ژوندی شرایط د دې پېښې ژوندي پاتې شوي کسان د ژمي پر مهال له یوه ژور بشري بحران سره مخ کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button