د ټرمپ او د کولمبیا د ولسمشر لیدنه په سپينه ماڼۍ کې

سپينې ماڼۍ اعلان کړی چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به نن سهشنبه د کولمبیا له ولسمشر غوستاوو پېترو سره په سپينه ماڼۍ کې وګوري. دا ناسته د رسمي کاري مهالوېش له مخې د ګرېنويچ له وخت سره سم د مازيګر په څلور بجو ترسره کېږي.
د سپينې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، ټرمپ به د کولمبیا ولسمشر په بيضوي دفتر کې ومني. ويل شوي چې دا ناسته به د تړلو دروازو تر شا او د خبريالانو له ګډون پرته ترسره شي.
دا ليدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ټرمپ بهرنۍ تګلاره د لاتينې امريکا په اړه، يوه مداخلهګره تګلاره بلل شوې چې له مونرو دکتورين څخه الهام اخلي. منتقدين وايي، دغه دکتورين د واشنګټن د نفوذ او سياسي تسلط د پراخولو هڅې ته لاره هواروي.
ټرمپ له دې وړاندې د کولمبیا حکومت هم، لکه د لاتينې امريکا يو شمېر نور حکومتونه، د نشهيي موادو د قاچاق په مهارولو کې په ناتوانۍ تورن کړی و. د هغه دا څرګندونې د غوستاوو پېترو تند غبرګون ته په ټولنيزو شبکو کې مخامخ شوې او د دواړو ولسمشرانو ترمنځ يې لفظي شخړه رامنځته کړه؛ يوه شخړه چې اوس يې سيوری د نن ورځې رسمي ليدنې ته هم رسېدلی دی.




