په هلمند کې د میوو لومړنۍ سړهخونه ګټهاخیستنې ته وسپارل شوه

په هلمند ولایت کې د لومړي ځل لپاره د خصوصي سکتور په پانګونه او د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ستره د میوو سړهخونه جوړه او ګټهاخیستنې ته وسپارل شوه.
د دې سړهخونې مسوولین وایي، د اوس لپاره یې د زېرمه کولو ظرفیت زر ټنه دی، او پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې دا ظرفیت تر یو زرشاوخوا پنځه سوه ټنو پورې لوړ کړي. د دوی په وینا، دغه مرکز کولی شي د کرنیزو محصولاتو په ساتنه او د میوو د ضایعاتو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، دا سړهخونه لږ تر لږه ۱۳۰ سیمهییزو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره کړې ده. د هلمند په څېر زراعتي ولایت کې د دا ډول تاسیساتو جوړېدل کولای شي د بزګرانو اقتصادي وضعیت ته وده ورکړي.
خو اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې د دا ډول پروژو دوامداره وده د دوامداره ملاتړ، بازار ته د لاسرسي او منظم کرنیزو بنسټونو جوړېدو ته اړتیا لري؛ هغه ستونزې چې د طالبانو د حکومت د روښانه پالیسیو او اغېزمن پلان جوړونې له نشتوالي سره لا هم له ننګونو سره مخ دي.




