د معلوماتو ټکنالوجيمهم خبرونه

په خوست کې د ځوانانو لپاره د انلاين سوداګرۍ او ګرافیک وړيا روزنې پيل شوې

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست خبر ورکړی چې په دې ولايت کې د انلاين سوداګرۍ او ګرافیک ډيزاين په برخو کې د لسګونو ځوانانو لپاره وړيا روزنيز پروګرامونه پيل شوي دي. د دې پروګرام موخه د ځوانانو د کاري مهارتونو لوړول بلل شوی دی.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، دغه دورې به انلاين ترسره شي او ګډونوال کولای شي پرته له مالي لګښت څخه د يادو برخو په بنسټيزو او عملي موضوعاتو کې زده‌کړې وکړي.

د دې رياست مسوولان وايي چې د داسې فرصتونو برابرول کولای شي د ځوانانو مسلکي وړتياوې زياتې کړي او هغوی د ډيجيټل کار بازار لپاره چمتو کړي.

د خوست اوسېدونکي، په ځانګړي ډول ځوانان، د دغو پروګرامونو هرکلی کوي، خو وايي چې د معیاري او دوامدارې زده‌کړې شتون به د دوی د کاري او اقتصادي حالت په ښه‌والي کې مهم رول ولوبوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button