لاوروف د ګډ امنیتي تړون د سازمان د رول پر پیاوړتیا په افغانستان کې ټینګار وکړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، د ګډ امنیتي تړون د سازمان له نوي سرمنشي طلعتبیک مصدقاوف سره د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ چې دا سازمان باید خپلې همکاري لا پیاوړې کړي څو د سيمې له امنیتي ګواښونو، په ځانګړي ډول د افغانستان له وضعیت سره، مؤثره مقابله وکولای شي.
د دولتي خبري اژانس «تاس» د راپور له مخې، لاوروف د نوي سرمنشي د کاري تجربې یادونه وکړه او ویې ویل چې د هغه بلدتیا له مهمو موضوعاتو سره، په ځانګړي ډول د نوو امنیتي ننګونو او د افغانستان د تحولاتو له وضعیت سره، کولای شي د دې سازمان د ماموریتونو د پرمختګ لپاره مناسبه زمینه برابره کړي.
لاوروف زیاته کړه چې له نوي سرمنشي څخه تمه کېږي چې د غړیو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په پراختیا او د ګډو اقداماتو د اغېزمنتیا په لوړولو کې مهم رول ولوبوي؛ دا موضوع د افغانستان د اوسنۍ بېثباتۍ او د طالبانو د حکومت د تګلارو له امله د سیمې د امنیتي اندېښنو په رڼا کې لا مهمه شوې ده.
هغه دغه لیدنه عملي ارزښتناکه وبلله او یادونه یې وکړه چې روسیه په روان کال کې د ګډ امنیتي تړون د شورا مشري پر غاړه لري او چمتو ده له سرمنشي او د دې سازمان له دفتري کارکوونکو سره نږدې همکاري وکړي.
د ګډ امنیتي تړون د سازمان مشري د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه له قرغزستان څخه روسیې ته لېږدول شوې ده. طلعتبیک مصدقاوف چې پخوا د دې سازمان د سرمنشي مرستیال او په سولهساتو چارو کې ځانګړی استازی و، د نوي سرمنشي په توګه کار پیل کړی او د مسکو د نړیوالو اړیکو له پوهنتونه فارغ شوی دی.




