په کابل کې بیکاري لوړه شوې؛ اقتصادي فشار پر کورنیو زیات شوی

په کابل کې پراخه بیکاري او د دوامدارو دندو نشتوالی د دې ښار د اوسېدونکو له جدي ورځنیو ستونزو څخه ګرځېدلی او پر کورنیو اقتصادي فشار یې زیات کړی دی. ښاریان وايي، د ثابت عاید نشتوالی د کور کرايې، برېښنا او نورو لومړنیو لګښتونو د ورکړې په اړه یې تلپاتې اندېښنې رامنځته کړې دي.
یو شمېر د کابل اوسېدونکي ټينګار کوي چې له هرې میاشتې سره ژوند لا سختېږي او د کار نشتوالی د ژوند پلان جوړونه ناممکنه کړې ده. ځينې له حکومته غواړي چې د کورنیو پروژو او شرکتونو وړتیاوې ډېره وکاروي. محمد فرهاد، د کابل یو اوسېدونکی، وايي پر ځای د دې چې بهرني کارکوونکي جذب شي، له افغان بیکار ځوانانو څخه په روانو پروژو کې کار اخیستل کېدای شي.
په همدې حال کې، یو شمېر ځوانان د بیکارۍ دوام او د کار د موندلو د نهیلۍ په اړه خبرې کوي. عبیدالله، د کابل اوسېدونکی، وايي د کار د نشتوالي له امله مجبوره شوی چې مهاجرت وکړي او له طالبانو غواړي چې د ځوانانو د بیکارۍ بحران ته په جدي او عملي ډول رسیدګي وکړی. دا غوښتنه د موجودو تګلارو د کمې کارېدنې پراخ نارضایتي څرګندوي.
خو د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په تېره یوه کال کې یې د بیکارۍ د کمېدو لپاره اقدامات کړي دي. د دې وزارت په وینا، تېر میلادي کال له ۸۵ زرو ډېر افغان او بهرني وګړي د کار جوازونه ترلاسه کړي چې اوس د خصوصي سکتور او د طالبانو اړوندو ادارو کې کار کوي.
دغه راز وزارت زیاتوي، له ۲۰ زرو ډېر وګړي یې په بېلابېلو برخو کې تخنیکي او مسلکي زده کړې ترلاسه کړې دي. د وزارت ویاند، سمیعالله ابراهیمي، دا ګامونه د بیکارۍ د کمولو د پلانونو برخه بولي.
د دغه وزارت په وینا، له د ایران، روسیې، متحده عرب اماراتو، سعودي عربستان او عمان له چارواکو سره خبرې هم شوې دي، څو د افغان کارګرو د استولو امکان وڅېړل شي. دا موضوع، له دې امله چې د بهرنیو هېوادونو د کار او مهاجرت شرایط سخت دي، د کارګرو د حقونو د تضمین، روڼوالی او د مسوولو ادارو د ځواب ویلو اړتیا لري.




