په ميدان وردګ کې د دودیزو تاوخنو کارول لا هم دوام لري

په ميدان وردګ ولايت د کليوالو ولسواليو کې د ژمي له رارسېدو سره، ډېری اوسېدونکي لا هم د دوديزو تاوخنو جوړول او کارول دوام ورکوي؛ دا يو سيستم دی چې يو وخت کې د څو کوټو د تودولو وړتيا لري او د کورنيو له اقتصادي حالت سره سمون خوري.
تاوخنه د افغانستان يو دوديزه زيرزميني تودوخه برابوونکې طريقه ده، چې پکې له تنور يا بخارۍ څخه تولېد شوې تودوخه د اطاق تر فرش لاندې جوړو شويو لارو څخه تېريږي او د اوږدې مودې لپاره فضا ګرمه ساتي. دا طريقه زياتره په کليوالو سيمو کې مروج ده او د لږ لګښت له امله اوس هم پراخه استفاده ترې کېږي.
د تودوخې تر تأمين سربېره، تاوخنه د کليوالو کورنيو لپاره يوه اقتصادي بڼه ګڼل کېږي. اوسېدونکي د غرونو بوټې او لرګی د سون توکيو په توګه کاروي او په يو وخت کې د خوړو د پخلي ترڅنګ خپل کورونه هم تود ساتي.
د ميدان وردګ اوسېدونکي وايي، سره له دې چې په ښاري سيمو کې له عصري تودوخه برابوونکو وسايلو کار اخيستل کېږي، خو په غرنیو او کلیوالو سیمو کې د لږ لګښت او د ګاز او سکرویو د بخاريو په پرتله د لږ خطر له امله تاوخنه لا هم د ژمي د تېراولو اصلي انتخاب دی.




