عادله راز د ملګرو ملتونو د مشورتي پلاوي غړې وټاکل شوه

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې عادله راز، د افغانستان پخوانۍ سفیره په دغه سازمان کې، د انتونیو ګوتریش د حکم له مخې د څو بعدي زیانمننې شاخص (MVI) د خپلواکو کارپوهانو د مشورتي پلاوي غړې ټاکل شوې ده. دا ټاکنه د ۲۰۲۶ تر ۲۰۳۰ کلونو لپاره شوې ده.
د سهشنبې په ورځ، د دلوې پر اوومه، په خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا پلاوی د څو بعدي زیانمننې شاخص د پیاوړتیا او د پراختیايي هېوادونو د جوړښتي زیانمننې په اړه د شواهدو پر بنسټ ارزونو د وړاندې کولو لپاره رامنځته شوی دی. دغه شاخص د یو تحلیلي وسیلې په توګه د هېوادونو اقتصادي، ټولنیز او چاپېریالي وضعیت د شاکونو او بحرانونو پر وړاندې ارزوي.
د پلاوي غړي به په خپلواکه توګه د درېکلنې دورې لپاره د شاخص د ارزونې، د هېوادونو د پرمختګ د څارنې او د پالیسۍ سپارښتنو وړاندې کولو مسوولیت ولري. تمه کېږي چې د دې پلاوي موندنې به د نړیوالو او پراختیايي پريکړو په بهیر کې وکارول شي.
د څو بعدي زیانمننې شاخص مشورتي پلاوی له ۱۵ کارپوهانو جوړ دی چې له بېلابېلو هېوادونو څخه دي او د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ، چاپېریال او زغم په برخو کې مهارت لري. د خپلواکو کارپوهانو ترڅنګ، د دولتي برخو، مدني ټولنو او علمي بنسټونو استازي هم په دې جوړښت کې ګډون لري.
د پلان له مخې، ټاکل شوې ده چې پلاوی به خپله لومړنۍ ناسته په ۲۰۲۶ کال کې ترسره کړي او د شاخص د درېکلنې لومړۍ ارزونې د چمتووالي بهیر به پیل کړي، چې دا ارزونه به په ۲۰۲۸ کال کې ترسره شي.




