په کابل طبي پوهنتون کې د طب نبوي پوهنځي د جوړېدو پرېکړه تایید شوه

د لوړو زده کړو وزارت وايي، د طالبانو د ادارې د مشر شيخ هبتالله اخندزاده د حکم له مخې، د «طب نبوي او دودیز طب» پوهنځي جوړېدو پرېکړه نهایي شوې او د هغې تشکیلاتي جوړښت هم تصویب شوی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، له دې حکم سره هممهاله د نوي جوړ شوي پوهنځي اداري او تعلیمي جوړښتونه هم منظور شوي تر څو فعالیتونه یې د کابل طبي پوهنتون تر چتر لاندې پیل شي.
کابل طبي پوهنتون د هېواد له مهمو صحي تعلیمي بنسټونو څخه ګڼل کېږي او د نوو څانګو او پوهنځیو رامنځته کول پکې د تعلیمي او صحي نظام پر عمومي وضعیت پراخ اغېز لري.
په همدې حال کې، یو شمېر تعلیمي کارپوهان ټینګار کوي چې د لوړو زده کړو په جوړښت کې هر ډول بدلون باید د علمي معیارونو، د ټولنې د صحي اړتیاوو او د عصري تعلیم د اصولو سره سمون ولري؛ هغه موضوع چې د طالبانو د ادارې پر مهال څو ځله د بحث او اندېښنې وړ ګرځېدلې ده.




