په هلمند کې د باروړونکو موټرو معیاري پارک د جوړېدو کار په چټکۍ روان دی

د طالبانو تر ادارې لاندې د ترانسپورت او هوايي چلند ریاست ويلي چې په هلمند ولایت د باباجي ولسوالۍ په کچه د باروړونکو موټرو د معیاري پارک (تیرپارک) د جوړېدو کار په چټکۍ روان دی.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، دا پروژه د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت پلي کېږي او ۱۷۱ جریبه ځمکه پوښي؛ هغه سیمه چې د باروړونکو موټرو د درېدو، تنظیم او خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ځانګړې شوې ده.
د سرچینې په وینا، د دې تیرپارک په ډیزاین او پلي کېدو کې اړین تخنیکي او ترانسپورتي معیارونه په پام کې نیول شوي او تر اوسه د دې پروژې شاوخوا لس سلنه ساختماني چارې بشپړې شوې دي.
معیاري د باروړونکو موټرو پارکونه عموماً د سړکونو د بې نظمۍ د کمولو، د درنو موټرو د تګ راتګ د تنظیمولو او د ترانسپورتي خدمتونو د ښهوالي لپاره جوړېږي؛ هغه موضوع چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د کمښت له امله خلکو ورڅخه شکایت کړی دی.




