په افغانستان کې د اوبو کړکېچ د کډوالو د ستنېدو له امله لا سخت شوی

افغانستان اوس د تېرو لسیزو له تر ټولو سخت د اوبو له کړکېچه سره مخ دی، په داسې حال کې چې د ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو پراخ ستنېدل د هېواد پر محدودو اوبو سرچینو دوه چنده فشار راوړی دی. نړيوالو ادارو دغه حالت ‘ناورين’ بللی او خبرداری یې ورکړی چې که عاجل ګامونه پورته نه شي، دا حالت به جدي انساني، اقتصادي او آن امنیتي پایلې ولري.
د اندیپنډنټ ورځپاڼې د راپور پر بنسټ، د سږنۍ ژمي د بارانونو او واورې شدید کمښت، په ځانګړي ډول د هندوکش غرونو په سیمه کې، د کابل او نورو ښارونو د اوبو د تمویل راتلونکی له جدي ابهام سره مخ کړی دی. ارشاد ملک، چې د آسیا د ماشومانو د ساتنې د ادارې مسؤل دی، له کابل د سفر وروسته ویلي چې د سږکال د واورې اندازه له پخوا ډېر کمه ده او دا کمښت د ځمکنیو اوبو د تغذيې لپاره مستقیم ګواښ بلل کېږي.
ارزونې ښيي چې په تېرو لسو کلونو کې د کابل د ځمکنیو اوبو سطحه د ۲۵ څخه تر ۳۰ مترو پورې راټیټه شوې او نږدې نیمايي څاهګانې د وچېدو له امله له کار لوېدلې دي. سربېره پر دې، د کابل شاوخوا ۸۰ سلنه ځمکنۍ اوبه د فاضله موادو او مالګي له امله د څښاک لپاره مناسبې نه دي، او ډېری کورنۍ اړ دي چې د خپل میاشتني عاید نژدې ۳۰ سلنه د څښاک د اوبو د پېرلو لپاره وکاروي.
له دې سره هممهاله، د اقلیم بدلونونو په شدت سره، له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ایران او پاکستان څخه تر پنځو میلیونو پورې افغان کډوال هېواد ته ستنېدلي دي؛ داسې ستنیدنه چې د هېواد نفوس یې له لس سلنې زیات کړی او د زړې اوبو زېربناوې یې تر بېساري فشار لاندې راوستي دي. یوازې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه افغان کډوال بېرته راستنی شوي، خو د طالبانو تر ادارې لاندې د دې نفوسې فشار د مدیریت لپاره کوم روښانه پلان نه دی راپور شوی.
د مرسي کورپس بنسټ خبرداری ورکړی چې د هغو سیمو درې پر څلور برخې کورنۍ چې بېرتهستنېدونکي پکې مېشت دي، د پاکو څښاکاوبو موندل ‘سخت یا ډېر سخت’ ګڼي. دغه بنسټ زیاتوي چې په ځینو سیمو کې د اوبو پر سر سیمهییز تاوتریخوالی او شخړې زیاتې شوې دي، او اوس شاوخوا ۴۰ سلنه قبایلي شخړې په مستقیم ډول د اوبو د لاسرسي له مسلې سره تړاو لري؛ داسې وضعیت چې د عادلانه او حساب ورکوونکي مدیریت نشتوالی نور هم څرګندوي.
په جنوبي ولایتونو، په ځانګړي ډول کندهار کې، پرلهپسې وچکالۍ بزګران دې ته اړ کړي چې خپلې کروندې پرېږدي. یو بزګر وایي: ‘هغه ځایونه چې یو وخت زرغون او آباد وو، نن دښتو ته اوښتي دي. وچکالي یوه چپه وژونکې ده چې هر څه له منځه وړي.’
د دې ټولو ستونزو تر څنګ، د نړيوالو بشري مرستهکوونکو د مرستو کمېدو دغه کړکېچ لا ژور کړی دی. راپورونه ښيي چې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې بشري مرستې د تېر کال په پرتله ۳۷ سلنه راټیټې شوې دي. له همدې امله د ماشومانو د ساتنې او مرسي کورپس په څېر ادارې اړې شوې دي چې د اوبو او روغتیا مهمې پروژې يا ودروي يا محدودې کړي، چې دا کار سلګونه زره افغانان له بنسټیزو خدماتو بېبرخې کړي دي.




