سياستمهم خبرونه

طالبانو د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو وروستی راپور ناسم بللی

د طالبانو د اداري د کورنيو چارو وزارت وياند د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جنايتونو پر ضد د دفتر وروستی راپور د افغانستان د نشه‌يي توکو د کارونې په اړه له اوسني واقعيت سره نه‌برابر بللی دی.

عبدالمتين قانع ويلي، دغه راپور د يوه پخواني سروې پر بنسټ چمتو شوی او نه شي کولای د افغانستان د اوسني حالت دقيق او هر اړخيز انځور وړاندې کړي. د ده په وينا، دا څېړنه شاوخوا يو کال مخکې ترسره شوې وه.

قانع زياته کړې چې ياد سروې يواځې د څو ولسواليو په محدودو مرکزونو کې شوې او له همدې امله، د طالبانو د ادارې له نظره، د ټول هېواد د پراخ حالت د انځورولو وړتيا نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د نړيوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو راپورونه، په وروستيو کلونو کې تل د افغانستان د نشه‌يي توکو د حالت د ارزونې اصلي سرچينه بلل شوې ده. سره له دې، د طالبانو اداره ډېری وخت د دغو ادارو موندنې تر پوښتنې لاندې راولي؛ يو موضوع چې د شفافيت، د خپلواکو معلوماتو د لاسرسي او د بې‌طرفه ارزونې د امکان په اړه اندېښنې زياتې کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button