کلتور او هنرمهم خبرونه

په دوحه کې د «رڼا امپراتورۍ» ستر نندارتون پرانیستل شو

د «رڼا امپراتورۍ: د افغانستان لیدلوري او غږونه» په نوم ستر نندارتون د افغانستان له پنځه زره کلن تاریخ، کلتور او هنري میراث د معرفي کولو په هدف، د دوحې په اسلامي هنرونو موزیم کې پرانیستل شو. دا نندارتون هڅه کوي چې افغانستان د سیمې او نړۍ په تاریخ کې د یو مهم مدني مرکز په توګه وځلوي.

دا فرهنګي پېښه د المیاسه بنت حمد بن خلیفه آل ثاني، د قطر د موزیمونو د امانت بورډ رییسې، له‌خوا پرانېستل شوه او له دوهم فبرورۍ څخه تر ۲۰۲۶ کال د مې د میاشتې تر ۳۰مې د خلکو لپاره پرانیستې ده. د نندارتون تنظیموونکي وايي، د نندارتون روایت له لرغوني دوران څخه پیلېږي او د معاصرې زمانې تر دورې رسي.

په دې نندارتون کې شاوخوا ۱۵۰ تاریخي او کلتوري اثار نندارې ته ایښودل شوي دي، چې لرغوني توکي، فلزکاري، ښیښه، خطي نسخې، ټوکرونه او معمارۍ برخې پکې شاملې دي. دغه اثار د افغانستان د کلتوري میراث تنوع او بډاینه په بېلابېلو دورو کې، له اسلام څخه مخکې تر اسلامي دورې او وروسته هنري بدلونونو پورې، انځوروي.

د کلتوري میراث ساتنه د دې نندارتون له اصلي محورونو څخه ګڼل شوې ده. د افغانستان د تاریخي ودانیو او اثارو لویې لرګینې نمونې د رغونې او ساتنې هڅې انځوروي او د نندارچیانو پام د افغان استادانو هنري مهارتونو او معمارۍ دودونو ته رااړوي.

د نندارتون تنظیموونکي د اثارو په وختي او موضوعي ترتیب سره هڅه کوي چې د افغانستان په اړه کلیشه‌يي او محدود لیدلوري ننګوي او د دې هېواد تاریخي او هنري ونډه په نړیوال کلتور کې روښانه کړي. پر دې ټینګار شوې چې د افغانستان د کلتوري میراث زغم او بقا د لسیزو جګړو او بحرانونو پر وړاندې، د نندارتون له مهمو پیغامونو څخه دی.

نندارچیان د هنري اثارو او متقابلې برخې له لارې د افغانستان له ژور تاریخي مخینې، کلتوري هویت او د میراث له دوام سره بلد کېږي؛ هغه میراث چې تر سیاسي بدلونونو هاخوا، لا هم ژوندی او اغېزمن پاتې دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button