کوبا د امريکا د امنيتي ګواښونو په لېست کې د نوم شاملولو رد وکړ

د کوبا د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد نوم د امريکا د ملي امنيت د ګواښونو په لېست کې شاملول يو نه منل کېدونکی اقدام دی او له واقعي حالاتو سره سمون نه لري.
په هغه اعلاميه کې چې د کوبا د بهرنيو چارو وزارت له لوري خپره شوې، ټينګار شوی چې هاوانا هېڅ ډول ملاتړ او يا مالي مرسته له ترهګرو سازمانونو او يا توندلارو ډلو سره نه ده کړې او په دې اړه هيڅ ډول سابقه نه لري.
اعلاميه زياتوي چې کوبا د هېڅ بهرنۍ پوځي اډې او يا د استخباراتي مرکز کوربه نه ده او دا ډول ادعاوې د واشنګټن د امنيتي پرېکړو بنسټ نه شي ګرځېدی.
د کوبا د بهرنيو چارو وزارت په دوام کې څرګنده کړې چې دا هېواد، سره له دې چې ځينې اختلافونه شته، چمتو دی له امريکا سره د ګډو ګواښونو د مقابلې لپاره دوه اړخيزې همکارۍ پراخه کړي.
دا دريځ په داسې حال کې څرګندېږي چې د امريکا اوسنی ولسمشر، دونالد ټرمپ، د منرو د عقيدې په ترڅ کې لاطينی امريکا د واشنګټن د ځانګړي نفوذ سيمه بللې؛ يو دريځ چې د تسلط غوښتنې او لاسوهنې په سبب تل د هېوادونو او نړيوالو څارونکو له نيوکو سره مخ شوی دی.




