دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

راپورونه: د طالبانو عواید په ۲۰۲۵ کال کې زیاتره په داخلي لګښتونو مصرف شوي

د افغانستان د شنې پروسې ته نږدې سرچینې او د امراللّه صالح څرګندونې ښيي چې د طالبانو اداره په ۲۰۲۵ کال کې له ۲۰۰ ميليارده افغانیو څخه ډېر عواید لرلي، خو له هغې زياته برخه – نږدې ۶۵ سلنه – يې په خپلو داخلي مصارفو لګولې ده، او د مهمو سکتورونو ونډه ډېره محدوده ده.

د معلوماتو له مخې، يوازې شاوخوا درې سلنه ملي عواید د عامې روغتيا برخې ته ځانګړې شوې او د معارف برخه نږدې ۱۲ سلنه راپور شوې ده. د څارونکو په وينا، دغه برخه په وروستيو کلونو کې د طالبانو د ايديولوژيکو تګلارو او محدوديتونو له امله له مسلکي او ملي مسير څخه لرې شوې ده. په ځينو ارزونو کې ويل شوي چې د کرنې ونډه هم ډېره ناچيزه ده.

راپور زياتوي چې د بهرنيو نغدو مرستو دوام، په ځانګړې توګه د امريکا د متحده ايالاتو نغدې مرستې، طالبانو ته دا فرصت ورکړی چې د خپلو داخلي عوايدو يوه لويه برخه بې له حساب‌ورکونې د ځان لپاره وکاروي، ځکه د هېواد اساسي اړتياوې له بهرنيو مرستو پوره کېږي.

شنونکي باور لري چې د دغو نغدو مرستو روڼتيا يا درول کېدای شي پر طالبانو مالي او ټولنيز فشارونه زيات کړي او هغوی دې ته اړ کړي چې د ملي عوایدو د لګښت په اړه حساب ورکړي. د سرچينو په وينا، د دغو شمېرنو او د نړيوال بانک د راپور ترمنځ توپيرونه شته، چې لامل يې د نړيوالو بنسټونو محدود لاسرسی د طالبانو غيرعلني معلوماتو او داخلي اسنادو ته بلل شوی دی.

دغه شمېرې يو ځل بيا د افغانستان د اوسېدونکو اندېښنې راپارولي چې د ملي عوايدو د مديريت څرنګوالی او د طالبانو ادارې د خلکو بنسټيزو اړتياوو ته بې‌پروايي، په ځانګړي ډول د روغتيا او زده‌کړې په برخو کې، روښانه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button