مهم خبرونهنړیوال

د چین د بهرنیو چارو وزیر د نړیوال نظام په اړه د «ځنګل قانون» د بیا راتګ خبرداری ورکړ

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي خبرداری ورکړی چې هغه نړیوال نظم چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوی او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو اصول یې جوړ کړي، په جدي توګه زیانمن شوی او نړۍ د «ځنګل قانون» د بیا راګرځېدو له خطر سره مخ ده.

هغه دا څرګندونې په بېجنګ کې د روسیې د امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره د لیدنې پر مهال وکړې او ویې ویل چې د پراخو بدلونونو او نړیوالو ګډوډیو یو ځای راتګ د نړیوال نظم ثبات له ننګونو سره مخ کړی دی.

وانګ يي ټینګار وکړ چې بېجنګ او مسکو، د لویو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړو په توګه، مسوولیت لري چې رښتینی څو اړخیزتوب عملي کړي او د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې له نړیوال نظام څخه ملاتړ وکړي.

د ده په وینا، دواړه خواوې باید د څو قطبي نړۍ د جوړېدو او د عادلانه او منطقي نړیوالې ادارې د نظام د رامنځته کېدو ملاتړ وکړي؛ هغه لوری چې د چین په باور کولی شي د بې‌ثباتۍ له زیاتېدو مخه ونیسي.

وانګ يي همدارنګه زیاته کړه چې چین چمتو دی له روسیې سره نوره نږدې همکاري وکړي تر څو دوه اړخیز تړونونه په بشپړه توګه پلي شي، ستراتیژیکې اړیکې پیاوړې شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتیژیکه همغږي په نوي کال کې نوره هم ژوره شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button