په تخار کې د اوبې لګولو د کانالونو د بيا رغونې پروژه د WFP په مرسته چټکه روانه ده

د نړیوالې خوړو پروګرام (WFP) ویلي چې د تخار ولایت د ویالو او اوبلګولو کانالونو د بيا رغونې پروژه د دې ادارې په مالي ملاتړ او د سیمه ییزو اوسېدونکو په همکارۍ په چټکۍ سره روانه ده.
د WFP په وینا، له دې کانالونو د کار بشپړېدو وروسته، کروندګر به وکولای شي چې اوبه په منظم او اسانه ډول خپلو کرنیزو ځمکو ته ورسوي؛ یوه داسې هڅه چې د اوبو د سرچینو ښه مدیریت ممکنوي او د کرنیزو محصولاتو د تولید د زیاتوالي زمینه برابروي.
دغه اداره ټینګار کوي چې د پروژې اساسي موخه د خلکو پیاوړتیا ده، څو هغوی وتوانېږي په خپلو پښو ودریږي او په اوږدمهال کې د عاجلو خوړو مرستو ته د اړتیا او تړاو کچه راکمه شي.
نړیوال د خوړو پروګرام همدارنګه زیاتوي چې دغه ډول پروژې د لنډمهالو کاري فرصتونو تر رامنځته کولو سربېره، په اوږدمهال کې د افغانستان د کرنې د سکتور د ودې، ثبات او دوام په برخه کې مهم رول لوبوي او د ځایي خوراکي امنیت د پیاوړتیا لامل ګرځي.




