په پاکستان کې د کچالو بیې وروسته له دې چې افغانستان ته صادرات ودرول شول، په شدیده توګه راټیټې شوې

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د کچالو صادراتو له درېدلو وروسته افغانستان او د منځنۍ آسیا یو شمېر هېوادونو ته، د پاکستان کورني بازارونه له دې محصول څخه له زیاتې عرضې سره مخ شوي او د کچالو بیې په څرګند ډول راټیټې شوې دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې په بازارونو کې د کچالو عرضه له تقاضا ډېره زیاته ده او همدې ستونزې د بیو د سختې راکمېدو لامل شوی دی، تر دې چې ځینې کروندګر اړ شوي دي کچالو د څارويو د خوراک په توګه وکاروي.
د راپور له مخې، په پاکستان کې د کچالو د تولید زیاتوالی او له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدل، د روان بحران د ژورتیا سبب ګرځېدلي دي. ویل کېږي د پاکستان د کچالو تولید شاوخوا ۱۲ میلیونه ټنو ته رسېدلی، خو له هغه وروسته چې افغانستان ته صادرات محدود شول، د دې محصول لویه برخه د کورنیو بازارونو په دننه کې پاتې شوې ده.
ځینې اقتصادي شنونکي چې له ډان سره یې خبرې کړې، ټینګار کوي چې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو بیا پرانیستل کولای شي د دغې ستونزې یوه برخه کمه کړي. دغه وضعیت یو ځل بیا د سوداګرۍ د محدودیتونو او د طالبانو د حکومت د ناپایدارو پالیسیو پایلې څرګندوي؛ هغه مسله چې نه یوازې د افغانستان پر سوداګرو، بلکې د سیمې پر کروندګرو او بازارونو هم منفي اغېز کړی دی.




