مهم خبرونهنړیوال
لاوروف: اروپا هڅه کوي د روسيې او امريکا ترمنځ واټن رامنځته کړي

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، د اروپا اتحاديه په دوامداره ډول هڅه کوي چې د روسيې او متحده ايالاتو ترمنځ واټن او اختلاف رامنځته کړي.
د لاوروف په وينا، د اروپا دا دريځ د بروکسل له هغې ارزونې سرچينه اخلي چې د امريکا له سياستونو لري؛ ارزونې چې د اروپايي چارواکو په باور، د دونالد ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د روسيې د ګټو پر لور مائل شوې وې.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير ټينګار وکړ چې مسکو د دغو هڅو بهير له نيزدې څاري او د هغه څه په وړاندې به هوښيار پاتې شي چې بروکسل يې تحريکات بولي.
هغه له مشخصې چارې د يادولو پرته زياته کړه چې روسيه د دا ډول تګلارو له پخوانیو تجربو برخمنه ده او اجازه به ورنهکړي چې دا سياستونه د مسکو او واشنګټن پر اړيکو اغېزمن اغېز ولري.




