اتهه هېوادونو د غزې د اوربند د سرغړونو غندنه وکړه

د مصر، اردن، متحده عربي امارات، اندونیزیا، پاکستان، ترکیې، سعودي عربستان او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د غزې په تړانګه کې د اوربند پر پرلهپسې سرغړونو سختې نیوکې وکړې او د دغو سرغړونو دوام یې د ثبات او روانو د سولې هڅو لپاره جدي ګواښ وباله.
په دې اعلامیه کې چې له قاهرې خپره شوې، ویل شوي چې د اسراییلو د رژیم له خوا د اوربند دوامداره ماتول، چې له امله یې له زرو زیات فلسطینیان وژل شوي او ټپیان شوي، خطرناک وضعیت رامنځته کړی او کېدای شي د کړکېچ کچه لوړه او د اوربند د ټینګښت هڅې کمزورې کړي. دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې سیمهییز او نړیوال لوبغاړي د ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې طرحې د دوهم پړاو د پلي کولو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۸۰۳ پرېکړهلیک د تطبیق د همغږۍ په حال کې دي.
د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار کړی چې د دې ډول سرغړونو دوام د سیاسي بهیر لپاره مستقیم ګواښ دی او کولای شي د غزې د وضعیت د لا باثباته پړاو ته د تېرېدو هڅې، هم له امنیتي پلوه او هم له انساني اړخه، له خنډ سره مخ کړي.
په اعلامیه کې وړاندې پر دې هم ټینګار شوی چې د سولې د دوهم پړاو د بریالیتوب لپاره د ټولو لورو لخوا خپلو ژمنو ته پوره وفاداري ضروري ده او له اړوندو خواوو غوښتنه شوې چې په دې حساس پړاو کې له مسؤلیت څخه ډک چلند او ځانځپنه ولري، څو اوربند وساتل شي او دوام یې تضمین شي.
اعلامیه همدارنګه له هر هغه اقدام او چلند څخه د ډډه کولو غوښتنه کوي چې کولای شي روانې هڅې کمزورې کړي، او پر دې ټینګار کوي چې په غزه کې د بیا رغونې او د وضعیت د ښه کېدو لپاره لازم شرایط باید برابر شي.
د اته هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په پای کې پر دې ټینګار کړی چې د عادلانه، هراړخیز او دوامدارې سولې ترلاسه کول اړین دي او زیاته کړې یې ده چې دا سوله باید د فلسطیني ولس د نهلېږدونکي حق پر بنسټ وي چې د خپل برخلیک ټاکلو او خپلواک دولت د جوړولو حق لري، د نړيوالو قوانینو، د امنیت شورا د پرېکړهلیکونو او د عرب سولې د نوښت له مخې.




