آنروا: په لوېدیځه غاړه کې تاوتریخوالی بېسارې کچې ته رسېدلی

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د مرستې او کار پیدا کولو ادارې (آنروا) عمومي کمیسار خبرداری ورکړی چې په لوېدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي کچه بېسارې لوړه شوې او د بشري قوانینو سرغړونې په اندېښمنوونکې توګه عادي شوې دي.
فیلیپ لازاریني د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، د اسرایيلي مېشتځایونو اوسېدونکي بېوقفې بریدونه کوي او فلسطیني خلک په دوامداره توګه د ګواښ، له ځمکو د جبري ایستلو او د ژوند د وسایلو د له منځه وړلو سره مخ دي، په داسې حال کې چې د دغو کړنو عاملان له محاکمې او سزا څخه خوندي پاتې دي.
هغه وویل، هغه څه چې اوس په لوېدیځه غاړه کې روان دي، د «اسرایل چوپ جګړه» ده؛ جګړه چې لږ تر لږه رسنیز پوښښ لري او له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې تر زرو زیات فلسطینیان پکې وژل شوي دي. لازاریني زیاته کړه چې د دغو قربانیانو شاوخوا یوه څلورمه برخه ماشومان دي.
د آنروا کمیسار دا هم وویل چې اوس هم په لسګونو زره کسان په لوېدیځه غاړه کې بېکوره دي، او د «د اوسپنې دیوال» په نوم د عملیاتو له پیل یوه کال وروسته، د هغوی کورونه په تدریجي ډول نړېږي څو د بېرته ستنېدو امکان له منځه یوسي. د هغه په وینا، دا کړنه له ۱۹۶۷ کال راهیسې تر ټولو ستر جبري بېځایهکېدل دي.
لازاریني ټینګار وکړ چې که څه هم د نړیوالو پام تر ډېره غزې ته ور اوړی، خو په لوېدیځه غاړه کې د بشري حقونو پراخې سرغړونې له پامه غورځول شوې، او همدا بېپامي د تاوتریخوالي د دوام لامل ګرځېدلې.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، له ۷ اکتوبر ۲۰۲۳ د غزې جګړې له پیل راهیسې، د اسرایل پوځ او مېشتځایونه په لوېدیځه غاړه کې د وژنو، د کورونو د ویجاړولو، جبري بېځایهکولو او د مېشتځایونو د پراختیا اقدامات کړي دي؛ دا کړنې د نږدې ۱۱۰۰ فلسطینیانو د مرګ، د شاوخوا ۱۱۵۰۰ تنو د ټپي کېدو او له ۲۱۰۰۰ زیات کسانو د نیولو سبب شوې دي.
اوس مهال شاوخوا ۷۷۰ زره اسرایيلي مېشتځایونه په سلګونو استوګنځایونو او اډو کې په لوېدیځه غاړه کې میشت دي چې نږدې ۲۵۰ زره یې په ختیځ بیتالمقدس کې اوسیږي. راپورونه ښيي چې دا مېشتځایونه هره ورځ د فلسطینیانو پر وړاندې تاوتریخوالی کوي څو هغوی په زور له خپلو ځمکو وباسي.




