اقتصاددوهم سرلیکمهم خبرونه

طالبانو د ایران سون‌توکو تلونکو په افغانستان کې بند ساتلي

د طالبانو حکومت سلګونه د ایراني تېلو ټانکرونه چې د دوغارون له سرحدي لارې افغانستان ته صادر شوي وو، لا هم د افغانستان په خاوره کې بند پاتې دي او د دغو ټانکرونو د بېرته ستنولو یا د بار تخلیې لپاره تر اوسه کوم حل‌لار نه ده وړاندې شوې.

د خراسان رضوي ولایت سیاسي او ټولنیز مرستیال محمدعلي نبي‌پور ویلي چې ۷۳۶ ټانکرونه له نږدې نیم کال راهیسې د دې لپاره د افغانستان په خاوره کې بند پاتې دي چې افغان لوري د هغوی بار نه دی منلی. د نوموړي په وینا، له دې ډلې شاوخوا ۷۰ سلنه ټانکرونه د ایراني موټرچلوونکو او پاتې ۳۰ سلنه د افغان وګړو ملکیت دی.

محمدعلي نبي‌پور په ډاګه کړې چې له اړوندو ځایونو سره خبرې روانې دي او تر دې دمه په ولایتي کچه ناستې هم ترسره شوې دي، خو له ټولو مثبتو ناستو سره سره تر اوسه د طالبانو حکومت له خوا هېڅ عملي ګام نه دی اخیستل شوی.

په ورته مهال، د تایباد ولسوالۍ ولسوال حسین جمشیدي د ستونزې د پاتې کېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دغو ټانکرونو اوږدمهاله دریدل، په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې چې ضروري بنسټونه نشته، د ایراني موټرچلوونکو او مالدارانو خپلو کې ډېرې سختې ناراضۍ راپارولې دي.

د ایران د ځایي چارواکو په وینا، هڅې روانې دي څو یوشمېر د دغو ټانکرونو محمټې بېرته را وګرځول شي، او د دوغارون وړیا سیمه کې ځینې د تېلو زېرمو تاسیسات هم ورته کار ته چمتو شوي دي.

د طالبانو د ځنډ او همکارۍ نشتوالي له امله د بند پاتې ټانکرونو شمېر چې مخکې شاوخوا ۲۰۰۰ و، اوس ۷۳۶ ته راکښته شوی چې د تایباد ولسوال د اټکل له مخې، له ۲۵ میلیونو لیټرو ډېره پټرول پکې بار ده. دا په داسې حال کې ده چې له دوغارون لارې افغانستان ته شل سلنه سوداګري د سون‌توکو صادرات دي.

د ایران د ګمرک رسمي شمېرې ښيي چې سږ کال یوازې د لومړۍ نیمایي په موده کې له دغې لارې ۴۷۱ زره ټنه مالونه چې شاوخوا ۶۰۰ میلیونه ډالره ارزښت لري، افغانستان ته صادر شوي او دغې کچې د تېرو کلونو پرتله پام‌وړ زیاتوالی ښودلی دی.

سره له دې چې د خراسان رضوي ولایت له افغانستان سره ۳۰۲ کیلومتره ګډه پوله لري او د دوغارون تجارتي زون هم پکې موقعیت لري، د سون‌توکو د بند پاتې ټانکرونو ستونزه لا هم نه ده حل شوې. دا مسله د دغه ترانزيتي لارې پر اغېزمنتیا او د طالبانو د حکومت د سوداګریزو ژمنو د پوره کولو وړتیا باندې جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button