مصر د افريقايي اتحاديې د سولې او امنيت شورا مشري خپلوي

مصر د افريقا په داسې حال کې د افريقايي اتحاديې د سولې او امنيت شورا مشر شوی چې دا وچه له ګڼو امنيتي ننګونو او روانو شخړو سره مخ ده.
د مصر د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دې شورا اوسنۍ دوره د فبرورۍ له لومړۍ نېټې پيل شوې او مصر د کانګو ديموکراتيک جمهوريت ځای ناستې شوی، چې دا هېواد په جنورۍ مياشت کې د شورا مشري لرله. قاهره ويلي چې د دې دورې اصلي لومړيتوب به د افريقا په بېلابېلو برخو کې د روانو لانجو د حل لپاره تمرکز وي.
د افريقايي اتحاديې د سولې او امنيت شورا په ۲۰۰۳ کال کې جوړه شوې او د دې اتحاديې د پرېکړو د عملي کولو مسئوليت لري چې موخه يې د شخړو مخنيوی، سمبالول او حل دی. دا شورا ۱۵ غړي لري چې له هغو څخه پنځه هېوادونه د درې کلونو لپاره او لس هېوادونه د دوو کلونو لپاره ټاکل کېږي. مصر د دې شورا د جوړېدو پروتوکول د ۲۰۰۴ کال د مارچ په مياشت کې لاسليک کړی و.
د مصر د بهرنيو چارو وزارت ټينګار کړی چې د دې شورا اوسنی مشري د افريقا د پيچلي امنيتي، سياسي او پرمختيايي حالت او سيمه ييزو او نړيوالو بدلونونو پر مهال ترسره کېږي او د غړو هېوادونو ترمنځ د پراخې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه کوي.
د مصري چارواکو په وينا، مصر به د خپلې دورې پر مهال د سولې او امنيت شورا د کاري اغېز پر زياتولو تمرکز وکړي او د سولې، امنيت او حاکميت د جوړښتونو د پياوړتيا لپاره به يوه هراړخيزه تګلاره تعقيب کړي، څو په وچه کې د شخړو د کمېدو او ثبات د زياتېدو زمينه برابره شي.
مصر همدارنګه ويلي چې په دې دوره کې به د افريقايي اتحاديې د منشور پر اصولو، له هغې جملې څخه د هېوادونو پر حاکميت او سيمه ييز تماميت د درناوي، د ملي ادارو د ساتنې او د نورو هېوادونو د کورنيو چارو څخه د نه مداخلې پر بنديز ټينګار کوي.




