اقتصادمهم خبرونهمهم سرلیک

د افغانستان قالینې د استانبول په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

د افغانستان قالینې د ۲۰۲۶ کال د استانبول د نړیوال قالین نندارتون په ډیزاین برخه کې له ۱۹ هېوادونو د وړاندې شويو اثارو په منځ کې لومړی مقام خپل کړ. دا بریا بیا یو ځل د نړیوالو بازارونو پام د افغانستان دې دودیزې صنعت ته را اړولی دی. دا موضوع په هغه غونډه کې مطرح شوه چې د افغانستان د قالین جوړونکو او صادروونکو اتحادیې په کابل کې جوړه کړې وه. د Talibانو ادارې یو شمېر مسوولانو په دې ناسته کې وویل چې قالین د افغانستان د پخواني فرهنګ او تاریخي هویت یوه برخه ده چې د هېواد نوم یې په نړیوالو بازارونو کې روښانه کړی دی. د دوی په وینا، د Talibانو اداره د خصوصي سکتور سره ژمنه کړې چې د کار زمینه برابره کړي او هغه خنډونه لرې کړي چې له کلونو راهیسې د افغانستان قالین د صادراتو په برخه کې د ستونزو سبب شوي دي. د افغانستان د قالین صادروونکو اتحادیې مسوولانو ټینګار وکړ چې په دې نندارتون کې د ۱۹ هېوادونو قالینونه نندارې ته اېښودل شوي وو، او د افغانستان قالین د ډیزاین له معیارونو په اساس لومړی مقام خپل کړ. هغوی وویل، دا بریا کولای شي د دې صنعت له تولیدوونکو او اړوندو خلکو سره د نوو فرصتونو د رامنځته کېدو سبب شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button