په کندهار کې د لیلامي جامو بازارونو ته د خلکو مخه زیاته شوې

د ژمي د سختې سړې هوا او دوامدارو اقتصادي ستونزو له امله، په کندهار کې د دوهم لاس یا لیلامي جامو بازارونو لا ډېره رونق موندلې ده. دا بازارونه اوس د هغو کورنیو لپاره له مهمو انتخابونو څخه دي چې د نوو جامو د پېرود توان نه لري.
یو شمېر پلورونکي وايي، د تېر وخت په پرتله د پېرودونکو شمېر زیات شوی او ډېری مراجعين هغه کورنۍ دي چې د عایداتو د کمېدو او بېروزګارۍ له امله د ارزانه انتخابونو په لټه کې دي. د دوی په وینا، لیلامي جامې د ټیټې بیې له امله د خلکو بیړنی اړتیا د ژمي پر وړاندې تر یوه بریده پوره کوي.
د کندهار اوسېدونکي هم تأییدوي چې اقتصادي وضعیت یې اړ کړي تر څو له د نوو جامو له پېرودلو تېر شي. ځینې وايي، د بېوزلۍ زیاتوالی او د کار نشتوالی، په ځانګړي ډول له طالبانو د واکمنۍ وروسته، د ژوند فشارونه ډېر کړي او د خلکو د انتخابونو دایره یې را تنګه کړې ده.
په همدې حال کې د اغېزمنو حمایوي پروګرامونو نشتوالی او د خلکو د پېرلو توان کمېدل، د لیلامي بازارونه د کندهار د اوسېدونکو د اقتصادي وضعیت څرګند نښه ګرځولې ده. دا وضعیت د طالبانو پر حکومت د اقتصادي بحران د مدیریت په برخه کې نیوکې هم زیاتې کړې دي.




