سياستمهم خبرونه

د طالبانو د استازي او قطري چارواکي ترمنځ د ښاري همکاريو په اړه خبرې

محمد سهیل شاهین، چې په قطر کې د طالبانو د ادارې استازی دی، د قطر د حکومت د شاروالۍ له وزیر عبدالله بن حمد بن عبدالله العطیه سره د کابل او دوحې د شاروالیو ترمنځ د ګډو ښاري همکاريو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان سفارت په دوحه کې په خپل ایکس پاڼه کې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه لیدنه د تخنیکي او ښاري همکاريو په تمرکز جوړه شوې وه او دواړو لورو د ښاري زیربناوو د پراختیا په برخه کې خپلې نظریې سره شریکې کړې دي.

د خبر له مخې، په بحثونو کې د سړکونو جوړول او ترمیم، د هوایي او ځمکنیو پلونو جوړول، او د ښاري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې پروګرامونه شامل وو.

دا خبرې اترې په داسې حال کې کېږي چې له دې مخکې د طالبانو د ادارې له بېرته واک ته رسېدو وروسته، د افغانستان بهرني اړیکې زیاتره په تخنیکي او محدودو دیپلماتیکو تماسونو پورې محدودې پاتې دي او د دې ادارې د مشروعیت او حساب ورکولو موضوع لا هم د نړیوالو تعاملاتو له اصلي ننګونو څخه شمېرل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button