د پولیو ضد واکسين څلور ورځنی کمپاین په اتلسو ولایتونو کې پیل شو

د عامې روغتيا وزارت وياند وايي، نن دوشنبه د فبرورۍ دويمه نېټه، د پوليو ضد فرعي واکسين کمپاین په اتلسو ولایتونو کې پيل شوی دی. دغه پروګرام د ماشومانو د فلج ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي په موخه عملي شوی او څلور ورځې به دوام ولري.
د شرافت زمان امرخيل په وينا، د دې کمپاین په ترڅ کې به له اوو ميليون څخه زيات تر پنځه کلنۍ کم ماشومان واکسين شي. روغتيايي چارواکي ټينګار کوي چې د دې پروګرام منظم تطبيق د پوليو د لېږد د زنځير د پرېکون لپاره په هېواد کې حياتي ارزښت لري.
پوليو يا د ماشومانو فلج يوه ويروسي او ډېره ساري ناروغي ده چې زياتره ماشومان ورته له خطر سره مخامخ وي، او که واکسين ورنه کړل شي، د دايمي معلوليت لامل کېدلی شي. افغانستان لا هم له هغو هېوادونو څخه دی چې دا ناروغي پکې بشپړه له منځه نه ده تللې.
روغتيايي کارپوهان تل ټينګار کوي چې د واکسين ټيمونه بايد بېخنډه ټولو سيمو ته ورسېږي، کورنۍ وهڅول شي او د سيمهييزو اوسېدونکو همکاري ترلاسه شي؛ هغه موضوع چې په وروستيو کلونو کې له ستونزو سره مخ وه او د طالبانو د ادارې جدي پاملرنې ته اړتيا لري.




