د خوست ځوانانو د زدهکوونکو لپاره بېکارې درسي کتابونه راټول کړي

د خوست یو شمېر ځوانانو د مکتبونو هغه درسي کتابونه راټولولو بهیر پیل کړی چې د زدهکوونکو په کورونو کې بېکارې پاتې دي، څو دا کتابونه بېرته اړمن زدهکوونکو ته وسپارل شي.
د دې نوښت د ترسره کوونکو په وینا، یوازې په یوه اوونۍ کې نږدې ۸۰۰ جلده درسي کتابونه د خوست ښار له اوسېدونکو څخه راټول شوي دي. ټاکل شوې ده چې دا کتابونه د خوست د معارف ریاست له لارې هغو زدهکوونکو ته ووېشل شي چې درسي موادو ته لاسرسی نه لري.
نقیبالله زلاند، چې د دې کتابونو له راټولوونکو څخه دی، وايي دا بهیر د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د معارف ریاست په همغږۍ پیل شوی او تر یوه میاشت پورې به دوام ولري. د ده په وینا، راټول شوي کتابونه هغو مکتبونو ته سپارل کېږي چې د معارف ریاست تر پوښښ لاندې دي او له نیمګړتیا یا کمبود سره مخ دي.
امدادالله نیکزاد، بل ګډونوال، ټینګار کوي چې ډېری کورنۍ د درسي کتابونو د پېر وړتیا نه لري. دی وايي د ډلې غړي کور په کور ګرځي، اضافي کتابونه راټولوي او هغو زدهکوونکو ته یې رسوي چې د کتاب اخیستو امکان نه لري.
د خوست د مکتبونو زدهکوونکي د دې نوښت هرکلی کوي او وايي، د درسي کتابونو کمښت د دې ولایت د زدهکړې یو جدي ستونزه ده. په داسې حال کې چې د طالبانو تر ادارې لاندې تعلیمي نظام له محدودو سرچینو او امکاناتو سره مخ دی، دا ډول ولسي نوښتونه د شته خلا یوه برخه پوره کوي، که څه هم د درسي موادو او امکاناتو برابرول د رسمي بنسټونو مسوولیت دی.
دغه ځوانان وايي، د کتابونو د راټولو دا بهیر به هر کال ته دوام ورکړي. د دوی په وینا، تېر کال هم شاوخوا دوه زره جلده کتابونه راټول شوي وو او د خوست د معارف ریاست ته د اړمنو زدهکوونکو د وېش لپاره سپارل شوي وو.




