مهم خبرونهنړیوال
هند د بنګلهدېش مالي مرستې ۵۰ سلنه راکمې کړي

د ۲۰۲۶–۲۷ مالي کال په بودجه کې د هند حکومت خپلې مالي مرستې له بنګلهدېش سره په څرګند ډول کمې کړې او دا مرسته یې ۶۰ کروړه هندۍ روپیو ته راټیټه کړې ده. دا اقدام د مرستو ۵۰ سلنه کمېدو معنا لري.
هندي رسنیو راپور ورکړی چې دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو ترینګلتیاوو له امله شوې ده. د دغو سرچینو په وینا، د ۲۰۲۴ کال د بنګلهدېش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې، شیخ حسینې، له واکه لېرې کېدو وروسته د دهلي او ډاکې اړیکې ساړې شوې دي.
د راپورونو له مخې، د هند د مالي مرستو د کمېدو بل لامل د بنګلهدېش او پاکستان ترمنځ د اړیکو ورځ تر بلې نږدې کېدل بلل کېږي – یوه موضوع چې د هندي چارواکو په وینا د سیاسي معادلاتو او سیمهییزو همکاریو پر اړیکو اغېز کړی دی.




