سياستمهم خبرونه
د طالبانو استازی: افغانستان د شانګهای د همکارۍ له سازمان سره د اړیکو د بیا پیل چمتووالی لري

د طالبانو د ادارې استازي په روسیه کې اعلان کړی چې افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان د څارونکي هېواد په توګه چمتو دی، څو خپلې همکارۍ له دې سیمهییزې ادارې سره بېرته پیل کړي.
ګل حسن د تاس خبري آژانس ته ویلي چې هیله لري د افغانستان استازي به د شانګهای د همکارۍ سازمان په راتلونکو ناستو کې ګډون وکړي او په دې سازمان کې به فعاله ونډه ولري.
د هغه په وینا، د مسکو او بیجینګ د هڅو په پایله کې، د دې سازمان ډېری غړي هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې د افغانستان فعاله برخهوالی د شانګهای د همکارۍ سازمان په فعالیتونو کې بېرته ممکن دی.
د شانګهای د همکارۍ سازمان یوه سیمهییزه اداره ده چې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاریو پر محور تمرکز لري، او افغانستان په تېرو کلونو کې د څارونکي غړي په توګه د دې سازمان په ځینو پروګرامونو کې ګډون کړی و.




