د ایران او د طالبان ادارې ترمنځ د پولو د همکاریو پر سر خبرې شوې

د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست په کابل کې د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو له وزیر سره د ګډو پولو د پیاوړتیا او مدیریت په اړه خبرې کړې دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، عليرضا بیکدلي په دې لیدنه کې له نورالله نوري سره ټینګار کړی چې د پولو د همکاریو پراختیا کولای شي د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکې لا ټینګې کړي. د هغه په وینا، دغه همکاري به د دواړو لورو ترمنځ د دوه اړخیزو تعاملاتو په چوکاټ کې تعقیبېږي.
په دې لیدنه کې د پولو موضوع د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تعامل له مهمو برخو څخه یاده شوې ده؛ هغه برخه چې تل د تګ راتګ، د پولو د سیمو د امنیت او د سرحدي اوسېدونکو د ژوند پر حالت مستقیم اغېز لري.
دغه خبرې داسې مهال ترسره کېږي چې د طالبانو اداره په تېرو درې کلونو کې هڅه کړې خپلې سیمهییزې اړیکې د رسمي تعاملاتو او دیپلوماتیکو لیدنو له لارې مدیریت کړي؛ خو د دې هڅو تر څنګ، لا هم د شفافیت او ځواب ویلو په برخه کې پوښتنې او نیوکې موجودې دي.




