اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو لارو تړل د پاکستان روغتیايي سکتور ته زیان رسولی

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګريزو لارو تړل د پاکستان روغتونونو او د درملو د جوړولو فابریکو ته پراخ زیانونه اړولي او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د پاکستان د آج‌نیوز شبکې د راپور له مخې، دا وضعیت د خصوصي درملو جوړونې په صنعت کې د رکود او جدي کمښت لامل شوی؛ هغه صنعت چې د دې هېواد د ډیرو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو عمده برخه برابروي او د خامو موادو وارداتو ته متکي دی.

پاکستاني کارپوهان خبرداری ورکوي چې که دا سوداګریز بن‌بست دوام ومومي، د خلکو لاسرسی د درملو او طبي خدمتونو ته له لا ډېرو ستونزو سره مخ کېدلی شي او پر روغتیايي سیستم به فشار زیات شي.

دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز او ترانزیتي اړیکې په وروستیو میاشتو کې څو ځله درېدلي دي؛ داسې وضعیت چې د افغانستان د طالبانو د حکومت له لوري د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې د دوامدار مدیریت او اغېزمنې همغږۍ نشتوالي یې حالت لا پیچلی کړی او اغېزې یې له پولو هاخوا هم احساسېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button