په بادغیس کې د بېرته راګرځېدونکو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو

په بادغیس ولایت کې د بېرته راګرځېدونکو کورنیو ته د نقدي او غذایي مرستو د وېش لړۍ پیل شوې ده. دغه پروګرام د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د وزیر مولوي عطاالله عمري او یو شمېر محلي چارواکو په ګډون د دې ولایت په مرکز کې رسمي ډول پیل شو.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د ۱۲۰۰ بېرته راګرځېدونکو کورنیو لپاره د هرې کورنۍ برخې ته پنځه بوجۍ غنم او پنځه زره افغانۍ نغدې پيسې ټاکل شوې دي. ویل کېږي، دغه مرستې د یو ټاکل شوي پلاوي له خوا کورنیو ته وېشل کېږي.
د طالبانو د کرنې وزیر په دې مراسمو کې ادعا وکړه چې دغه پروګرامونه د يادې ادارې د مشرتابه په لارښوونه عملي کېږي او موخه یې د بېرته راګرځېدونکو اړتیاوو ته رسېدنه ده. خو په دې اړه چې د کورنیو د پېژندنې، د ټاکلو معیارونه او د وېش د بهیر څارنه څنګه ترسره کېږي، جزئیات نه دي ورکړل شوي.
یو شمېر بېرته راګرځېدونکو کورنیو چې له دغو مرستو ګټه پورته کړې، د مرستو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې دا ډول پروګرامونه باید دوام ومومي. په همدې حال کې، مدني بنسټونه او د سیمې اوسېدونکي ټینګار کوي چې بشردوستانه مرستې باید په روڼ، عادلانه او دوامدار ډول وویشل شي څو د بېرته راګرځېدونکو له پراخو اړتیاوو سره سمون ولري.




