د ملګرو ملتونو راپور: دودیز مخدر مواد لا هم په افغانستان کې زیات کارېږي

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) په خپل تازه راپور کې ويلي، سره له دې چې د مصنوعي نشه يي موادو کارول او د درملو ناوړه ګټه اخيستنه ډېره شوې، خو دودیز مخدر مواد لا هم په افغانستان کې تر ټولو زيات کارېږي.
د دغه راپور د موندنو پر بنسټ، چرس د ۴۶ سلنې په کچه د افغان سړیو ترمنځ تر ټولو زيات کارېږي. له دې وروسته ترياک د ۱۹ سلنې، تابليت «ک» د ۱۱ سلنې او ميت امفېتامين د ۷ سلنې په کچه ځای لري.
د دې سروې ګډونوالو فقر، بېروزګاري او اقتصادي ستونزې د نشه يي موادو د کارونې اصلي لاملونه بللي دي؛ هغه ستونزې چې په تېر څو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې زياتې شوې او تر اوسه د کمېدو لپاره اغېزمن ځواب نه دی ليدل شوی.
دا سروې چې په ۳۲ ولايتونو کې د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ ترسره شوې، ښيي چې د نشه يي موادو نارينه کاروونکي د درملنې خدماتو ته زياته لاسرسی لري، خو د ښځينه کاروونکو لپاره د ټولنيزو محدوديتونو او د ملاتړ خدماتو د نشتوالي له امله، دا لاسرسی له جدي ستونزو سره مخ دی.




