هند د دلي ادعاوې رد کړې او د پاکستان تورونه بېاساس وبلل

د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې، د نوي ډيلي د لاس لرلو په اړه ټولې ادعاوې رد کړې او دغه تورونه یې بېاساس وبلل.
د دغه وزارت ویاند راندير جیسوال د یکشنبې په ورځ (د دلو ۱۲مه) له رسنیو سره په خبرو کې وویل، د داسې ادعاوو مطرح کول د هرې تاوتریخوالي پېښې وروسته هڅه ده چې د پاکستان د کورنیو ستونزو او ناکامیو څخه د عامه ذهنونو د انحراف سبب شي. نوموړي ټینګار وکړ چې اسلاماباد باید د دغو تورونو د تکرار پر ځای، د خپل ولس د زړو غوښتنو او ستونزو حل ته پام وکړي.
دغه غبرګون وروسته له هغې څرګند شو چې د شنبې په ورځ (د دلو ۱۱مه) په بلوچستان ایالت کې په همغږو بریدونو کې ۱۵ پاکستاني سرتېري او ۱۸ ملکي کسان ووژل شول. د «بلوچ آزاديبلوڅ پوځ» په نوم بېلتون غوښتونکې ډلې د دې بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست.
له دې سره، پاکستاني چارواکو هند تورن کړ چې د دې ډلې ملاتړ کوي او ادعا یې وکړه چې نوی ډيلي په پاکستان کې له ترهګرۍ سره مرسته کوي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ځواب کې وویل، د پاکستان سابقه د زور، تاوتریخوالي او د بشري حقونو د نقض په برخه کې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې روښانه ده او دا ډول تورونه نشي کولی اصلي واقعیتونه پټ کړي.




