مهم خبرونهمهم سرلیکنړیوال

آیت‌الله خامنه‌ای: هر جګړه له ایران سره به سیمه‌یزه جګړه وي

د تهران او واشنګټن ترمنځ د لفظي ترینګلتیاوو د زیاتېدو په مهال، د ایران د اسلامي جمهوریت مشر آیت‌الله خامنه‌ای خبرداری ورکړی چې هر نوې جګړه چې د ایران پر ضد پيل شي، به په یوه سیمه‌یزه شخړه بدله شي.

د صدا او سیما د راپور له مخې، آیت‌الله خامنه‌ای دا څرګندونې د امام خمیني په حسینیه کې د خلکو یوې غونډې ته کړې دي. نوموړي ویلي، د امریکا له لوري پوځي ګواښونه نوی موضوع نه ده، ځکه چې د امریکا چارواکو له وړاندې هم څو ځله د جګړې د احتمال خبره کړې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت مشر زیاتوي چې د جګړې د ګواښونو، بېړیو او الوتکو یادونه پخوا هم شوې، خو دا ډول څرګندونې، د ده په وینا، د ایران ولس نه وېروي او پر عامه ذهنیت ژور اغېز نه پرېږدي.

هغه ټینګار وکړ چې ایران به د جګړې پيل کوونکی نه وي او پر هېڅ هېواد د برید نیت نه لري، خو خبرداری یې ورکړ چې که هر ډول برید یا فشار وشي، ایران به متقابل غبرګون وښيي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا اړیکې په وروستیو کلونو کې تل له سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو سره ملې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button