اقتصادمهم خبرونه

په لغمان کې د ۱۱۰ ميګاواټه بادي برېښنا د پروژې لومړنی سروی بشپړ شو

د انرژۍ او اوبو وزارت ويلي، د لغمان ولايت د ۱۱۰ ميګاواټه بادي برېښنا د توليد د پروژې لومړنی تخنيکي سروی او د ځمکې تثبيت بشپړ شوی دی؛ دغه پروژه که عملي شي، د دې ولايت د برېښنا اړتیاوو یوه برخه به پوره کړي. د وزارت د مطبوعاتي دفتر د مالوماتو له مخې، د دايمي انرژۍ د رياست تخنيکي ټیم له مولوي شيرجان راشدي، د لغمان د اوبو او انرژۍ له رئيس، او د اړوندو رياستونو له يو شمېر مسوولینو سره ليدلي دي او د ځمکو د موقعيت او د بادي برېښنا د توليد د دستګاو د نصب تخنيکي شرايطو په اړه یې خبرې کړې دي. هممهاله، د انرژۍ او اوبو وزارت او د لغمان د اوبو او انرژۍ رياست ګډو تخنيکي ټیمونو د بادپښ او قرغه‌یي ولسوالیو ځانګړې شوې سيمې معاينه کړې دي او د ۱۱۰ ميګاواټه بادي برېښنا د توليد لومړنی تخنيکي سروی یې ترسره کړی دی. د انرژۍ او اوبو وزارت زياته کړې چې د دې پروژې په عملي کېدو سره، د ياد شوو سيمو اوسېدونکو ته به د برېښنا تر رسولو پرته، نورې اسانتياوې هم برابرې شي؛ خو وزارت د پروژې د عملي کار د پيل نېټې او د تمويل سرچينو په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي. د بنسټيزو پروژو د تطبيق په بهير کې د شفافيت نشتوالی، په ځانګړي ډول د انرژۍ په برخه کې، د طالبانو د ادارې د کړنو په اړه يو له جدي اندېښنو څخه بلل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button