د طالبانو ځواکونو په کابل کې پر ملکي خلکو ډزې کړي دي

د کابل دوه اوسېدونکي وايي چې د طالبانو ادارې وسلهوالو ځواکونو تېره شپه د دې ښار په پنځلسمه ناحيه کې پرې ډزې کړې دي؛ پېښه چې د دواړو د ټپي کېدو لامل شوې ده.
د دغو ښاريانو په وينا، ډزې د دوی د استوګن ځای ته نږدې شوې دي او د پېښې علت نه دی څرګند شوی. هغوی زياتوي، هغه ځواکونه چې ډزې يې کړې، دوی ته هېڅ ډول وضاحت نه دی ورکړی.
دغه کسان چې ځانونه يې منصور حاجتمند او جاوېد عثماني معرفي کړي دي، وايي د ډزو په نتيجه کې دوه مرمۍ د منصور په ملا او پښه لګېدلې او جاوېد هم د پښو له سيمې دوه مرمۍ خوړلې دي. دواړه اوس مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
دوی له چارواکو غواړي چې د دې ډزو عاملين وپېژندل شي او سزا ورکړل شي. دوی ټينګار کوي چې د دا ډول پېښو دوام د ښار د اوسېدونکو رواني او بدني امنيت جدي ګواښي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د طالبانو ادارې د ځواکونو له خوا د کابل په بېلابېلو برخو کې پر ملکي خلکو د ډزو راپورونه خپاره شوي دي، چې دا مسئله د حساب ورکونې او د خلکو د بنسټيزو حقونو د درناوي په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.




