مهم خبرونهنړیوال

ټرمپ: د وینزویلا د نفتو عوایدو وېش لا هم نه‌دی ټاکل شوی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، د وینزویلا د نفتو له پلور څخه د کاراکاس د عوایدو برخه لا نهایي شوې نه ده او خبرې اترې لا روانې دي. هغه د خبریالانو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې امریکا غواړي د وینزویلا ډېره اندازه تېل وپلوري او دواړه اړخونه به د دې پلور له عوایدو برخه ترلاسه کړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو تر دې مخکې د نفتو د صادرونکو هېوادونو سازمان (اوپک) غړو ته په یو لیک کې خبرداری ورکړی و، چې د امریکا فشارونه او لاسوهنې موخه د دې هېواد د نفتو سرچینو ته لاسرسی او کنټرول دی. د ټرمپ دا وروستي څرګندونې یو ځل بیا دغه اندېښنې راژوندۍ کړې او د منتقدانو په باور، دا د واشنګټن مداخله‌ګر چلند ته یو بل مثال دی چې د طبیعي سرچینو لرونکو هېوادونو په وړاندې یې غوره کړی.

ټرمپ د خپلو خبرو په بله برخه کې ادعا وکړه چې د کوبا ته د نفتو لېږد یې درولی او د مکسیکو له ولسمشره یې غوښتي چې دې هېواد ته د نفتو صادرات وځنډوي. د ټرمپ په وینا، مکسیکوي اړخ د ده له غوښتنې سره موافقه کړې ده. له دې سره سره چې دا اقدام د کوبا په خلکو اقتصادي فشارونه زیات کړي، د امریکا ولسمشر وویل واشنګټن د هاوانا د بشري بحران د رامنځته کولو اراده نه لري، بلکې دا ګامونه یې د دې لپاره اخلي چې کوبا د سپینې ماڼۍ د خبرو اترو مېز ته کښېنوي. خو څارونکي دا ادعا د شک او تردید په سترګه ګوري.

ټرمپ همدارنګه وویل چې له اروپایي مشرانو سره یې د ګرینلنډ په اړه خبرې پیل کړې دي او دا یې د امریکا د ملي امنیت لپاره مهمې وبللې. د هغه په خبره، په ځینو موضوعاتو کې موافقه شوې او اروپا هم د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لېوالتیا ښودلې ده.

تر دې مخکې، د جنورۍ په ۲۱مه، ټرمپ د ناټو له عمومي منشي مارک روته سره تر خبرو وروسته ویلي وو، چې د ګرینلنډ په اړه د یوې موافقې چوکاټونه جوړ شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه طرحه د ډنمارک پر حاکمیت ټینګار کوي او د ۱۹۵۱ کال د دفاعي تړون د نوي کولو موضوع رانغاړي، خو د ډنمارک لومړۍ وزیرې مته فریډریکسن دا بهیر رد کړی او ویلي یې دي چې د ناټو عمومي منشي د ډنمارک په استازیتوب د خبرو کولو صلاحیت نه‌لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button