په بغلان کې د دوشي ولسوالۍ په ترافیکي پېښه کې درې تنه وژل شوي

د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په یوه ترافیکي پېښه کې درې تنه، چې یوه ښځه او یو ماشوم هم پکې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو فولدر موټر له یو پاسو موټر سره ټکر کړی دی.
د طالبانو د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ، د دلو په ۱۲مه، د دوشي ولسوالۍ په یوه سیمه کې رامنځته شوې او په پایله کې څلور نور کسان ټپیان شوي دي.
د دغه سیمهییز چارواکي په وینا، ټپیان له پېښې وروسته د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي، خو تر اوسه د دوی د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
دغه پېښه داسې مهال شوې ده چې په وروستیو ورځو کې هم د یو شمېر ولایتونو څخه د ترافیکي پېښو د زیاتوالي راپورونه خپاره شوي دي. دوه ورځې وړاندې، په بدخشان ولایت کې د شهرِبزرګ ولسوالۍ په یوه ورته پېښه کې دوه تنه مړه شوي وو، موضوع چې یو ځل بیا د لارو د وضعیت، د ترافیکي څارنې او د طالبانو د ادارې د مسؤلیت په اړه د خلکو پام ځان ته رااړولی دی.




