مهم خبرونهنړیوال

د بغداد خبرداری اروپا ته د داعش د اتباعو د نه ترلاسه کولو په اړه

د عراق د همغږۍ د ائتلاف یو غړي ویلي چې که اروپايي هېوادونه له داعش ډلې سره تړلي خپل اتباع له عراقه تسليم نه کړي، بغداد به دا موضوع په رسمي ډول ملګرو ملتونو ته يوسي. دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې عراق د داعش د عناصرو د زياتې انتقال له ستونزې سره مخ دی.

کاظم علوي، چې د دغه ائتلاف غړی دی، ويلي دي چې راتلونکی د عراق حکومت به له يوه ستر او پېچلي امنيتي چلنج سره مخ شي؛ هغه چلنج چې د ده په وينا د داعش د عناصرو د انتقال له مسئلې سره نېغ تړاو لري او نړيوال جدي سياسي او حقوقي دريځ ته اړتيا لري.

علوي زیاته کړه چې راتلونکی حکومت بايد اروپايي هېوادونه، په ځانګړي ډول فرانسې او جرمني، وهڅوي چې له عراقه د خپلو داعش اتباعو تسليمولو ته غاړه کېږدي. ده ټينګار وکړ چې عراق يوازې د دغو کسانو د ساتنې او مسئوليت وړتيا نه لري.

نوموړي عراقي چارواکي دا هم وويل چې که ياد هېوادونه له بغداد سره همکاري ونه کړي، عراق به په رسمي ډول د ملګرو ملتونو له لارې پر دوی دعوه وکړي. د ده په وينا، په دغو کسانو کې د داعش لوړپوړي مشران هم شامل دي چې بايد په خپلو هېوادونو کې محاکمه شي.

د راپورونو له مخې، په تېر څو اوونيو کې سلګونه تنه د داعش جنګیالي له سوريې زندانونو څخه، چې د امریکا تر څارنې لاندې دي، عراق ته لېږدول شوي دي؛ هغه کار چې د بغداد لپاره نوي امنيتي او حقوقي اندېښنې پيدا کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button