په زابل کې د مهاجرینو دوهم ښارګوټی د پنځه زره استوګنیزو نومرو په وېش پرانیستل شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په زابل ولایت کې د راستنېدونکو مهاجرینو دوهم ځانګړی ښارګوټی پرانیستل شوی او په دغه ښارګوټي کې پنځه زره استوګنیزې نمرې هغه کورنیو ته ځانګړې شوې دي چې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د وزارت د خپرو شوو معلوماتو له مخې، د «شیخ متي بابا» ښارګوټی چې شاوخوا څلور زره او ۳۳۰ جریبه ځمکه نیسي، ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د زابل د والي د دفتر رئیس، قدرتالله بدري، ویلي چې دا ښارګوټی د راستنېدونکو کسانو د منظمې میشتګۍ او د هغوی د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه جوړ شوی دی.
د سیمهییزو چارواکو په وینا، په دغه ښارګوټي کې روغتیایي مرکزونه، جوماتونه، ښوونځي، دیني مدرسې، دارالعلومونه، تفریحي پارکونه، ورزشي میدانونه او تجارتي مرکزونه په پام کې نیول شوي دي، تر څو د اوسېدونکو د ورځنیو اړتیاوو یوه برخه پوره کړي. همدارنګه، ویل شوي چې د موجوده طرزالعمل له مخې، هر راستنېدونکي ته د پنځه بسوه په اندازه یوه نمره ځمکه وېشل کېږي.
مولوي عبدالعلي جهادیار، د زابل د مهاجرینو د چارو رئیس، ویلي چې د مهاجرینو د ستونزو د پر وخت حل لپاره هڅې روانې دي او دغه ښارګوټی کولی شي د راستنېدونکو د ژوند د وضعیت په ښه والي کې مرسته وکړي.
خو په داسې حال کې چې زرګونه افغان کورنۍ له راستنېدو وروسته د خدمتونو له نشتوالي، بیکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، تمه کېږي چې د طالبانو اداره د ښارګوټیو له سمبولیکو پرانیستنو هاخوا، په عملي ډول د عامه خدمتونو دوامداره لاسرسی، د ځمکو د وېش شفافیت او د اوسېدونکو د اړتیاوو د دوامدارې څار تضمین کړي.




