اقتصادمهم خبرونه

د افغانستان د پنبې صادرات نړیوالو بازارونو ته زیات شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د افغانستان د پنبې صادرات سږکال زیات شوي او دغه محصول توانېدلی چې په نړیوالو بازارونو کې غوره ځای خپل کړي.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا، له افغانستان څخه تر سل زره متریک ټنه زیات پنبه، چې ارزښت یې ۸۶ میلیونه امریکایي ډالرو ته رسېږي، بهر ته صادره شوې ده. دا کچه د صادراتو د افغان پنبې پر وړاندې د بهرنیو بازارونو د دوامدارې تقاضا څرګندونه کوي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، هند، چین، ترکیه، متحده عربي امارات او آسترالیا هغه هېوادونه دي چې افغان پنبه ورته صادره شوې، او تر څنګ یې یو شمېر نور بازارونه هم دغه محصول ترلاسه کوي.

پنبه د افغانستان له مهمو زراعتي او صنعتي محصولاتو څخه شمېرل کېږي، او د هغې د صادراتو زیاتوالی کولای شي د بزګرانو، د صنعت او سوداګرۍ د برخې د فعالانو عواید زیات کړي او د هېواد په اقتصاد مثبت اغېز ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button