سياستمهم خبرونه

خلیل‌زاد: د پاکستان تګلاره په بلوچستان کې ناکامه شوې ده

زلمي خلیل‌زاد، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، د پاکستان د بلوچستان ایالت تازه همغږې شویو بریدونو ته په اشارې ویلي چې د اسلام‌اباد امنیتي تګلاره په دې سیمه کې ناکامه شوې او له یوې جدي بحران سره مخ ده.

د خلیل‌زاد په وینا، وروستیو پېښو څرګنده کړه چې د پاکستان اوسنی ستراتیژي نه ده توانېدلې دوامدار ثبات او امنیت راولي، او د دې سیاستونو د ناکامۍ څرګندې نښې لیدل کېږي.

هغه ټینګار کړی چې د دې وضعیت دوام به د پاکستان د کورني امنیت لپاره پراخې پایلې ولري، له همدې امله، د بلوچستان د مسئلې په حل کې بنسټیز بدلون یوه حتمي اړتیا ده.

بلوچستان، چې د پاکستان له حساسو او ستراتېژیکو ایالتونو څخه شمېرل کېږي، له کلونو راهیسې د امنیتي ګډوډیو او سیمه‌ییزو نارضایتۍ شاهد دی؛ دا موضوع بیا د دې پخواني امریکایي دیپلومات په څرګندونو سره د پام وړ ګرځېدلې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button